بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهی ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٣٠ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
