په افغانستان کې د سکی تاریخچه

ناپیژنده (not verified)
په افغانستان کې د سکی تاریخچه

عبدالعلي محمدي

یکشنبه، مرغومی ١٩مه ،١٤٠٠

د سکی فدراسیون په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ګرزندوی ریاست لخوا د کابل ارغندي چوک کې جوړ شو او ورځ تر بلې دغې برخې ډېر مینه‌وال پیداکړل.

په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د سکی فدراسیون د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست کې ثبت شو، چې ریاست ته یې اقامحمد کارګر وټاکل شو. په ۱۳۹۷ کال کې د مرکز ورزشي فدراسیونونو او ولایتي استازو ترمنځ د یاد ریاست لپاره ټاکنې وشوې، چې ښاغلي داود کارګر د زیاتو مثبتو رایو په اخیستلو سره د یاد ریاست رییس وټاکل شو.

د ورزش دغه برخه د نجیب الله کارګر او یوسف کارګر په څېر بنسټګرانو له امله توانېدلې ده، چې ټولنه کې ډېر لوبغاړي وروزي.

یاد فدراسیون په کابل، بامیان، میدان‌وردګ او پنجشیر ولایتونو کې فعال دی. همدارنګه د سکی فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې ۱۶ کلپونه لري او تر ۱۸۰ زیاتو لوبغاړو په لرلو سره تواندېدلی دی چې د ورزشي فدراسیونونو په ډله کې خپل استازیتوب وکړي.

یاده دې وي چې په ملي لوبډله کې د دغې برخې د لوبغاړو شمېر ۲۰ ته رسېږي.