هرات کې د ۴ ريشتو ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۵
هرات کې د ۴ ريشتو ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري ياد ولايت کې د ۴ ورزشي ريشتو سيمه ييزې غېږنيونې، جمناستيک، موټر ځغلونې او د هوايي ورزشونو درېيمه ورزشي جشنواره پای ته ورسېده، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

په دغې ورزشي جشنواره کې له مرکز او ولسواليو څخه د غېږنيونې سیمه ییزو سياليو ۲۰۰ ورزشکارانو په بېلابېلو وزنونو کې دوستانه سيالۍ وکړې.

همدارنګه د جمناستيک، موټر ځغلونې او د هوايي ورزشونو نندارې هم د مينوالو په شتون کې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS