د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۱۱
د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دبيلو تي اف دوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په کيورګي او پومسه سبکونو ترسره شوې، چې په پايله ۳۲ ورزشکاران د ياد ولايت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د هرات ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۹
Background image

د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۶
Background image

د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د wtf تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ. . .

BACK TO NEWS