خوست کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۰
خوست کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کونډیو صحرا باغ سیمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ګربزو منتخبې لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې وصال وفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټر او دویمې لوبډل ته یو موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

جوزجان؛ قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS