په هرات کې ۱۳ ولايتونو ترمنځ د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ پای ته ورسېد

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲۹
په هرات کې ۱۳ ولايتونو ترمنځ  د اي انډ د افغانستان د اس  ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ پای ته ورسېد

د دغو مراسمو په پيل کې د هيواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هرات ولايت له استازو يې د مېلمه پالنې او غوره کوربتوب اړوند مننه وکړه. نوموړي د يادو سياليو په پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه زياته يې کړه: دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وې، زموږ د ارزونې او څارونکي ټیم له لوري په برياليتوب او عالي شفافيت سره پای ته ورسېدې، نوموړي همداراز زياته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې چې د ورزش په برخه کې افغان ورزشکارانو کومې لاسته راوړنې لرلې دي، په طول د تاريخ کې يې نه وې لرلې، هغه هيله څرګنده کړه چې دغه لړۍ باید همداسې روانه وي او افغان ورزشکاران په هر میدان کې اتلولۍ خپلې کړي.

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې ترسره او نن پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې په يورغه سبک ۸۰۰ متره واټن کې هرات لومړی، دويم، درېيم او څلورم مقام خپل کړ، همداراز په يورغه ۱۲۰۰ متره واټن کې کندهار لومړی، هرات، دويم، درېيم او څلورم مقام خپل کړ..

د سرعتي په ۸۰۰ متره واټن کې هرات لومړی، کابل دويم، پکتيا درېيم او کابل څلورم مقام خپل کړ. همداراز د سرعتي په ۱۲۰۰ متره واټن کې پکتيا لومړی، کابل دويم، غزني درېيم او کابل څلورم مقام خپل کړ.

د دغو سياليو په پايله کې په دواړو سبکونو کې ۱۶ اس‌ ځغلونکي او ۲۰ اسونه ملي لوبډلې ته‌ وټاکل شول، چې تمه وه ۱۶ اسونه ملي لوبډلې ته وټاکل شي، خو څلور غوره اسونه چې د ملي لوبډلې د غړيتوب وړ وو، هغه هم وټاکل شول.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې د لومړي مقام ګټونکو ته يوه عراده پامير موټرسايکل، د دويم مقام ګټونکو ته يو د جامو مينځلو ماشين او د درېيم مقام ګټونکو ته يوه قالينه، کپونه، ستاينليکونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS