کونړ؛ حيکم آباد لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ ټېپ بال کرېکټ سیالیو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۸:۵۶
کونړ؛ حيکم آباد لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ ټېپ بال کرېکټ سیالیو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د حکيم آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د حکيم آباد او بر سري لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه بر سري لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې حکيم آباد لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۳ ویکټو په توپیر وگټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS