زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږي، د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت شاجوی ولسوالۍ کې د درېيو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له عبدالشکور، نقیب الله او محمد اکبر کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې د محمد کبر کلب لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
