فیفا غواړي چې د اروپا ملتونو جام سیالۍ هم هر دوه کاله وروسته وشي

ناپیژنده (not verified)
فیفا غواړي چې د اروپا ملتونو جام سیالۍ هم هر دوه کاله وروسته وشي

چهار شنبه ١٥ د مرغومی١٤٠٠

سمیر هیبت

پداسې حال کې چې د اروپا او سویلي امریکا براعظمونه د فیفا فشار سره مقاومت کوي ترڅو هر دوه کاله وروسته د نړیوال جام لوبې ونشي خو فیفا د اروپا ملتونو جام لپاره ورته پلان اعلان کړی.

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو، وايي، که دوه کلن نړیوال جام بریالی شي، د اروپا ملتونو جام به په لنډو وقفو کې وشي.

د ایټالیا انکیو راډیو سره په مرکه کې ، اینفانتینو وویل : د یورو سیالۍ هم په هرو دوو کلونو کې ترسره کیدی شي په اروپا کې د دوه کلن نړیوال جام د ترسره کولو پلان سره مقاومت شتون لري ځکه چې هلته د لیګونو او د نړۍ غوره لوبغاړو سره، هره اونۍ یو نړیوال جام ترسره کیږي، مګر د نورې نړۍ لپاره نه.