کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د فوټبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۸:۲۱
کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د فوټبال ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايله کې اتحاد قزل سايي لوبډلې د ۴۰ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، پيروزي ځوانانو لوبډلې د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقامونه خپل کړل او د علي آباد ولسوالۍ غوره ليگ ته يې لار پېدا کړه.

د ويلو ده، چې په ورته وخت کې يادې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليگ سيالۍ د عقابان دره يوسف په لومړي او شفيق بنياد لوبډلې په دويم مقام پای ته ورسېدې او دواړو لوبډلو الف ليگ ته لار ومونده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۰
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS