د فرانسې په حذفي جام سیالیو کې د امباپه په هټریک سره د پي اس جی لوبډلې اسانه پرمختګ

ناپیژنده (not verified)
د فرانسې په حذفي جام سیالیو کې د امباپه په هټریک سره د پي اس جی لوبډلې اسانه پرمختګ

نوید صهیب

سه شنبه، ۱۴مرغومی، ۱۴۰۰

د پي اس جي فوټبال لوبډلې د خپل سیال په ماتې سره د فرانسې د حذفي جام بل پړاو ته پرمختګ وکړ.

د اسپوتنیک د راپور له مخې؛ د ونس او پاریسن جرمن لوبډلې د فرانسې حذفي جام د لومړۍ مرحلې شپاړسمې لوبې او پایلوبې کې پرون شپه یو له بل سره د پرنس پارک لوبغالي کې سره مخ شوې.

دا لوبه بلآخره د پوچیتینو د شاګردانو په ۴ ګولونو، د کلیان امپاپه په هټریک او ځلېدو سره پای ته ورسېده،

د لوبې په ۲۸ دقیقه کې کیمبپه لومړی ګول وواهه او وروسته د امباپه هټریک ته وار ورغی، امباپه وکولای شو د ۱۸ دقیقو په فاصلې سره په ۵۹ مه، ۷۱ مه ۷۶ مه دقیقو کې ګولونه ووهل او په یوې اسانه لوبه کې یې د فرانسې حذفي جام بل پړاو ته خپله لوبډله ورسوله.