د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ لوبه کې ریال ماډریډ ماتې ومنله

ناپیژنده (not verified)
د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ لوبه کې ریال ماډریډ ماتې ومنله

تمیم هیبت

دوشنبه، مرغومی ۱۳مه ،١٤٠٠

د هسپانیې د لالیګا په شلمه اونۍ کې ریال ماډریډ د خپل کوربه ختافه لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه او لوبه یې د ١ - ٠ په پایلې سره خپل سیال ته وبایلله.

د لوبې یوازینی ګول په نهمه دقیقه کې د انس اونال له خوا د ختافه په ګټه ترسره شو.

ریال د ۴۶ امتیاز په لرلو سره د لالیګا مخکښ تیم دی . ختافه د 18 امتیازو سره د لیګ د 20 ټیمونو جدول کې 16 ځای لري.