هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۹
هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وصال لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې وصال لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې علیزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د اختر په مناسبت ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

له۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روانه شوه.

د خدای پامانۍ مراسمو کې دغې لوبډلې د ورزش ادارې رهبري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۰
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ د شاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS