لغمان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د حاجي جاوید په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په پيليزه لوبه کې پرياني حېدري لوبډلې خپلې سيالې ننگرهار ښاروالۍ لوبډلې ته د ۲ پر يو ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو د سالمې تفريح او روزنې په موخه ترسره کېږي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
