ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ډاکټر عصمت لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حکیم آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
