د غزني مرکز کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او یو تن سوداګر مرتضی له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه ورزشي جمنازيوم د مجهز هوټل، یخ او ګرم اطاقونو او مساژ اطاقونو لرونکی دی، چې د دولتي چارواکو او ورزشي مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
