خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۲۶
خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

ډ خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مصطفی ځاځي په مالي ملاتړ د ځاځي میدان ولسوالۍ په داڼيو سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي ټېپ بال کرېکټ ليگ سیالۍ د زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د زلميو او تغرې لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه زلميو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو ویکټو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ټغرې لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۵۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۶ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۵۷
Background image

دایکندي کې د فوټبال سيالۍ د انصار المهدي زرسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په د فوټبال سيالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې پيل شوې وې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۵۳
Background image

بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې دوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د دروېشیان لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS