میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۲۰۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۲۰۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې له درېیوو کلیو د ۲۰۰ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې آدم خېلو کلي د ۱۲۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، دوران خېلو کلي د ۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او محمد یار خېلو لوبډلې د ۸۸ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د غشي ویشتلو دودیزې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۳
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS