ننگرهار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۰
ننگرهار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل، وردگ، باميان او ننگرهار ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبه کې کابل سرې میاشتې لوبډلې خپلې سيالې ننگرهار عمرزي لوبډلې ته د ۱۹ پر ۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ راتلونکو لوبو ته د لوبغاړو د لا ښه چمتوالي په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۸:۵۶
Background image

کونړ؛ حيکم آباد لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ ټېپ بال کرېکټ سیالیو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې شاوخوا يوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۸:۵۳
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۸:۵۰
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به. . .

BACK TO NEWS