سرپل؛ بلخاب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
\د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې د هوش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې هوش لوبډلې خپلې سیالې خالر لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
