کابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سپايرينګ سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۵
کابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سپايرينګ سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۱ ولايتونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تايلينډ په کوربتوب دسوکوهنې نړيوالو سياليو ته د ځوانانو کټګورۍ د ملي لوبډلې د سپايرينګ سیالۍ، د دې فدراسیون په جمنازيوم کې پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ، چې د ځوانانو کټګورۍ کې د تايلينډ په کوربتوب له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د سوک وهنې نړيوال فيوچر کپ سياليو ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه پيل شوې، په پای کې به يې ۴ تنه يادو سياليو کې د ګډون په موخه وټاکل شي، تر څو د افغانستان په استازولۍ په دغو سياليو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د تايلينډ په کوربتوب د ۲۰۲۶ د سوکوهنې له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال فيوچر کپ سيالۍ به د ياد هېواد په پلازمينه بنکاک ښار کې د افغانستان په ګډون د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۶مه نېټه پيل شي، چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.

د ويلو ده، چې د ټايلنډ په کوربتوب يادې راتلونکې لوبې د ځوانانو المپيکې نړيوالو سياليو ته د لار موندنې په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۵
Background image

کابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سپايرينګ سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۱ ولايتونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تايلينډ په کوربتوب دسوکوهنې نړيوالو سياليو ته د ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۳
Background image

کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړۍ‌وال جام خپله دویمه لوبه سویلي افریقا ته بایلوده

د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړۍ‌وال جام سالیو خپله دویمه لوبه سویلي افریقا ته سوپر اور کې بایلوده.

افغان ملي لوبډله به درېیمه لوبه کې (د سلواغې پر ٢٧مه) د متحده عربي اماراتو پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست؛ سپېرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ۲۴ لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو. . .

BACK TO NEWS