بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وې د غوري سنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې غوري سنګ لوبډلې خپلې سیالې مدرسه غوري لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو استعدادونو موندل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
