زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۵۱
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په مالي ملاتړ د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې نيک نام لوبډلې خپلې سيالې سايگز لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۳
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS