ورزشکارانو ته دې په ورزشي او علمي برخو کې پام وشي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۰:۹
ورزشکارانو ته دې په ورزشي او علمي برخو کې پام وشي

نعيم پرهېز

چهار شنبه، مرغومی7، 1400

ننګرهار کې ورزشکارانو ته د پاملرنې په نوم غونډه جوړه شوې وه چې د دې لایت د ګڼو ولسوالیو ورزشکارانو او ورزش مسؤلینو په کې ګډون کړی ؤ.

یادې غونډې ته یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس نور احمد حبیبي وویل: د ولسوالیو ورزشکارانو ته دې په علمي او ورزشي برخو کې جدي پاملرنه وشي ترڅو په علمي برخه کې هم لاسته راوړنې ولري.

د هغوی ترمنځ په یووالي او همغږۍ يې هم ټينګار وکړ.

هغه د دې ولایت د ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ په يوالي او همغږۍ د ټينګار ترڅنګ له مسولینو وغوښتل چې د ورزشکارانو د تشويق او هڅونې په پار دې د ورزش په معیاري فعالیتونو کار وکړي او د ولسوالیو په کچه دې ورته سیالۍ جوړې کړي.

دغه راز د دې غونډې پرمهال د ولسوالیو د ورزش مسولینو او ورزشکارانو د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ د ځينو ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

هېره دې نه وي چې د غونډې په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش د رئيس له لوري ورته د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS