هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې جميل افغان لوبډلې خپلې سيالې ملي لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا درې اوونۍ به دوام وکړي.
