سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې دوه جوړو لوبې مساوي او اتلسو پهلوانانو د اتلولۍ او لومړي مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د سرپل ولایت د ولسوالیو پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره پهلوانانو موندل و، د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
