بلخ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارگوټي کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ٨ جوړو لوبې مساوي او ٢٧ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
