فاریاب؛ قیصار ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېز وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندزانو ترمنځ وزلوبې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې شاه نواز پهلوان یوه اخراولاق ترسره کړ او د نغدي ډالیو ګټونکی شو.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د چاپندزانو لا ښه چمتو والی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
