د کرېکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍوال جام دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه بایلوده
د کرېکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍوال جام دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته ٤ ویکټو په توپیر بایلوده.
افغان لوبډلې د نړۍوال جام په لومړي پړاو کې خپلې درې لوبې پرلپسې له سویلي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا څخه وګټلې او دغه پړاو کې د خپل ګروپ مخکښه لوبډله شوه.
دغه لوبډله به دویمه سیالۍ کې د زمبابوی به هرارې ښار کې راتلونکې جمعه( د سلواغې ١٠مه) له ایرلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
