محمد صلاح له بنزما او لیوانډوسکي څخه ښه کارکردګي ښودلې ده

یکشنبه ۵ د مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
محمد صلاح سږ کال د لیورپول ۲۵ ګولونو کې مستقیم اغیز لري.
لیورپول په تیر فصل کې د انګلیسي پریمیر لیګ کې سختې ورځې تیرې کړې ، مګر دوی پدې فصل کې د اتلولۍ هوډ لري او ښې لوبې ترسره کړي.
د یورگن کلوپ زده کونکي اوس مهال د 41 نمرو سره د جدول په دوهم ځای کې دي. په ورته وخت کې منچسټر سیټي د لیورپول څخه یوازې درې پوائنټونه مخکې دی.
لیورپول په چمپینز لیګ کې هم په زړه پورې لوبې ترسره کړي، د دوی د ګروپي پړاو لوبې یې وګټلې او د سیالیو ۱/۸ پړاو ته یې لار موندلې ده. خو په دې فصل کې د لیورپول د بریا یو تر ټولو مهم لامل د مصري ستوري محمد صلاح ښه کارکردګي ده.
د لیورپول مصري ستوري په دې فصل کې تر دې دمه د لیورپول ۲۵ ګولونو مستقیم اغیز کړی او په دې برخه کې د اروپا له ټولو ستورو څخه غوره دی. له صلاح وروسته کریم بنزما (22) او رابرټ لیوانډوسکي (20) دي.
په زړه پورې خبره دا ده چې په دغه نوملړ کې د فوټبال د دوو سترو ستورو کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي نومونه نه دي شامل.