سمنگان؛ ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
