بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې مساوي او ۴۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
