کابل؛ د فوټسال ملي لوبډله له يو کال وروسته هېواد ته راغله او تود هرکلی يې وشو

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۰
کابل؛ د فوټسال ملي لوبډله له يو کال وروسته هېواد ته راغله او تود هرکلی يې وشو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري له ايران هېواد څخه د فوټسال ملي لوبډلې د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

يادې لوبډلې د اندونيزيا په کوربتوب د ۲۰۲۶ کال د اسيا ملتونو جام سياليو ته د لا ښه چمتووالي په موخه ۱۷ ورځې وړاندې د ايران په مشهد ښار کې تمرينات پيل کړي وو، چې اوس د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون او چمتووالي په موخه لومړی هرات ولايت ته او له هغه ځايه کابل ته راغله.

د فوټسال دغه ملي لوبډله له يو کال وروسته افغانستان ته راغله او په کابل کې د فوټسال کمېټې په ورزشي جمنازيوم کې به له دوو ورځو تمريناتي کمپ وروسته او د اسیا ملتونو جام سياليو وړاندې ويتنام هېواد ته سفر وکړي او له ياد هېواد سره به د روان کال د جنورۍ په ۱۸ نېټه يوه دوستانه سيالي وکړي.

د يادونې وړ ده، چې اسیا ملتونو جام سيالۍ به د روان ميلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه د اندونيزيا په کوربتوب د اسيا بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د له درېوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادې سیالۍ په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز شمل خېلو سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ترک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS