لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې دشپږو لوبډلو ترمنځ دوالیبال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د لوکاړ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لوکاړ لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې بریالي نیازي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
