په افغانستان کې د ITF تکواندو فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د ITF تکواندو فدراسیون تاریخ
ITF تکواندو یو رزمي هنر دی چې اوس په نړۍ کې د عصري ورزش په توګه پیژندل شوی او تاریخ یې 5000 کلونو ته رسیږي. دا سپورټ اوس په رسمي توګه په پنځو براعظمونو کې له 130 څخه زیاتو هیوادونو کې فعالیت لری. په افغانستان کې د ITF تکواندو هم ښه مینه وال لري چې په 1386 کې د ITF د مخکښ ورزشکارانو په هڅو په رسمي ډول د بدني رونې او ورزش عمومي ریاست کې ثبت شو. د تکواندو فدراسیون د خپلو پخوانیو لوبغاړو لکه اسد اوریاخیل، خلیل فرخنده او سخي رسول په درلودلو سره وکولای شول ډیر شمېر ورزشکاران ټولنې ته وړاندې کړي، ITF د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې فعالیت لري او ۱۴ کلپونه لري. دغه راز په دغه فدراسیون کې ۳۰ لوبغاري د ملي ټیم غړيتوب لري او په مرکز او ولایتونو کې ۴۰ زره ورزشکاران په دې رشته کې مصروف دي. د دغه فدراسیون لومړی رییس شعیب رحماني دی، چې په ۱۳۹۷ کال د ټاکنو پاله کې د رایو په اکثریت سره وتوانید چې د تکواندو د فدراسیون د منتخب رئیس په توګه وټاکل شي.