زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې آزادې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ د ميزانه، ارغنداب، شاولي کوټ، دامان، شهرصفاء او د مرکز اړوند ترنگ د سيمې غېږنيونکو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې ميزانه ولسوالۍ غېږنيونکو د زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
