غزني؛ د ديارسنايي غرختنې لوبډله د خوږياڼي ولسوالۍ غرونو ته وختله
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ديارسنايي غرختنې ۱۳ کسيزه لوبډله د خوږياڼي ولسوالۍ غرونو ته وختله.
ياده لوبډله د خوږياڼي ولسوالۍ غرونو ۳۱۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه يې د غرختنې ورزش ته وده ورکول او د غرختونکو لا ښه چمتوالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
