کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
په دغو سياليو کې د پنګ پانګ ورزشکارانو سربېره د پارا المپيک او په غوږو معذورو ( کڼو ) ورزشکارانو هم ګډون کړی وو، چې په پايله کې به غوره ورزشکاران د کابل ښار ټاکنيزو سياليو کې ګډون وکړي.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو، ځوانانو او افغان سرې مياشتې ټولنې رضاکارانو کار کوونکو هڅول او د همکارۍ روحيه او د ټولنې يووالی پيدا کول دي.
