کندز کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند دورې ورزشي لوبغالي کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۷۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
دا سيالۍ د پهلوانانو د جسمي او ذهني وړتیاوو لوړولو او د مرکز اوسېدونکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
