د گلف درې کسيزه لوبډله د آماتور ۳۹ پړاو آسيايي سياليو کې د گډون په موخه بنگله دېش ته روانه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
د گلف درې کسيزه لوبډله د آماتور ۳۹ پړاو آسيايي سياليو کې د گډون په موخه بنگله دېش ته روانه شوه

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د گلف فدراسيون درې کسيزه لوبډله د ۲۰۲۵م کال آماتور ۳۹ پړاو آسيايي سياليو کې، چې د بنگله دېش په پلازمېنې ډاکا ښار کورميتولا کلب کې ترسره کېږي، د گډون په موخه ياد هېواد ته روانه شوه.

په يادو سياليو کې د هېواد په استازولۍ د گلف فدراسيون سکرتر جنرال احمد مرتضی حببيب يار د لوبډلې د منيجر په توگه، نور احمد فاضل او حشمت الله سروري د لوبغاړو په توگه گډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې په دغو سياليو کې پر افغانستان سربيره پاکستان، چين، بوتان، نيپال، سرې لانکا، ټايلنډ، هندوستان، سويلي کوريا، ويتنام، هانگ کانگ او کوربه بنگله دېش هېوادونه گډون وکړي، چې د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۶مه پيل او تر ۱۹مې نيټې به دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ وشوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۱۳
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل کې د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال کمېټې له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال الف لیګ سیالۍ د دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS