ژمنیو المپیکي سیالیو کې د کرونا د کنټرو په موخه د پکن هڅه

ناپیژنده (not verified)
ژمنیو المپیکي سیالیو کې د کرونا د کنټرو په موخه د پکن هڅه

یکشنبه، لېندۍ ۲۸، ۱۴۰۰

ښايي د چين پلازمېنې پکن کې د المپیک سيالۍ د فبرورۍ په څلورمه پيل شي او د همدې میاشتې تر ۲۰ نېټې به دوام وکړي.

د المپیک نړیوالې کمېټې د ژمنیو المپیکي سیاليو په رارسېدو د دې لوبو د پیل خبر ورکړ، د دوی په خبر چې د۲۰۲۲ المپیک ژمنيو لوبو لپاره یوازې چينایانو ته ټکټ ورکول کېږي او هغه ورزشکاران چې د کرونا واکسين يې نه وي کړی تر دې لوبو یووشت ورځې وړاندې به قرنطین کېږي.

پکن د دې هیواد له وګړو غوښتي چې د روان کال په لومړیو کې له ډېر تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دوی زیاتوي چې هېڅ لوبغاړی یا لوبډله به د کرونا په خاطر له لوبو نه محرومېږي. دغه راز که لوبغاړي يا لوبډله په کومه سیالۍ کې ګډون ونشي کولی پایله يې خوندي ساتل کېږي.

د بېلګې په ډول که پای لوبې ته لاړ شي، خو د کرونا له امله ونشي کولی چې په سیالۍ کې ګډون وکړي، د سپينو زرو مډال ورکول کېږي.

نعيم پرهېز