غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۵۲
غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پایله کې فتح محمد شلګروال لوبډلې لومړی، رحمت الله لوبډلې دويم او فتح الله لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د نېزه وهلو ورزش ته وده، خلکو ته سالمه تفرېح برابرول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS