کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۲
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت د يادې ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د موج های آمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه کې موج های آمو لوبډلې خپلې سيالې حاجي آباد لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS