کندز کې د ۶ ولايتونو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ په گډه همغږۍ د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې له ۶ ولايتونو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له بلخ، جوزجان، بغلان، سمنگان، تخار او کوربه کندز ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه د ولايتونو په کچه کندز لومړی، سمنگان دويم او جوزجان بيا درېيم مقام خپل کړ.
دا سيالۍ په امام صاحب ولسوالۍ کې د يو تن ځايي اوسېدونکي د واده په مراسمو کې ترتيب شوې وې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
