پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په ملت ملان لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې علي خېل C لوبډلې خپلې سيالې علي خېل B لوبډلې ته د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه راتلونکو لوبو لپاره د لوبغاړو لا ښه چمتو والی ښودل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
