پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکیتکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په برمل ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۹ ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته یوولس ستورو او افغان ابدالیانو لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه افغان ابدالیانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اوو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د درېیو لوبغاړو په زیان ۹۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې یوولس ستورو لوبډلې یاد هدف د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په څلورو وېکټو یې اتلولي خپله کړه.
