هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه په رسمي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، په پنالټي شوټونو کې نوي اتلانو لوبډلې خپلې سیالې نورزي اتلانو لوبډلې ته د یو پر صفر ګول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
