بلخ؛ په بلخ، چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۲۹
بلخ؛ په بلخ، چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ، چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه اییزې سیالۍ وشوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې چې موخه یې یاد ورزش ته وده ورکول یاد شوي دي، لسګونو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS