کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۹
کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د نعمان او نمېر پاچا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه نمېر پاچا لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې نعمان لوبډلې ياد هدف د لوبې په څلورم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS