د جوجیتسو ۷ کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۲
د جوجیتسو ۷ کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د جوجتسو ۷ کسیزه لوبډله چې پنځه ورزشکاران، یو روزونکی او یو هیئت پکې شامل دی، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

د خدای پامانۍ مراسمو کې د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري دغې لوبډلې ته په یادو سیالیو کې په پوره کوشش او لوړه روحیه د لوبېدو سپارښتنه وکړه؛ ترڅو هېواد ته ویاړونه راوړي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ هېوادونو په ګډون په ۲۳ ورزشي رشتو کې د روانې میلادي میاشتې بر ۷ مه پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې دوام کوي، چې د افغانستان په استازیتوب په ۱۲ ورزشي رشتو کې ۸۳ ورزشکاران او ورسره پلاوي ګډون پکې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS